په لومړي مکروریانونو کې د یوې حلقې ژورې څاه کیندلو پرانیسته وشوه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۳۸
media

یوه حلقه د څښاک اوبو څاه په لومړي مکروریانونو کې چي د شرکت د ۱۴۰۳ هـ ش کال  د پراختیایی پلان  برخه وه  کیندل کیږی.

 ددي څاه دپرانیستې په مراسمو کې انجنیر عبدالله حیدري مالي او اداري مرستیال اودشرکت کفیل، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال مجاهد انصار، آمرینو او دمکروریانونو یو شمیر وکیلانو ګدون درلود.

دا څاه په یو سل او پنځوس (150)  مترو ژوروالي اوشپاړس (16) انچ قطر سره د شرکت له پراختیایي بودیجې څخه کیندل کیږي او په نږدې راتلونکي کې به د مکروریانونو داوبو رسولو له شبکې سره وصل شی، چی ورسره به د لومړي مکروریانونو اوسېدونکو دواوبو د کمښت ستونزه حل شي.

 د یادونې وړ ده چې دمکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت  په 1403 هـ ش کال  کې ډیرې پرمختیایی پروژې په پلان کې لري او د یادو پروژو په تطبیق کې د مکروریانونو او اړوند پروژو اوسېدونکو همکاري اړینه بولي ترڅو په ښه شان ټولي پلان شوې پرمختیایي پروژې پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۹
Background image

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان  په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د شرکت د سوداګرۍ رئیس د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د بیارغونې پروسې څخه لیدنه وکړه!

 دلومړی مکروریانونو ورزشي میدان چې په 7602 متر مربع ځمکه باندې  د خصوصي سکتور د پانګونې په ملتیا یې د رغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت روانې  دي .

د لومړی مکروریانونو فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعه‌کشۍ رسمي غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه!

hacklink panel hacklink al seo paneli iqos manga oku

کابل – ۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د. . .

BACK TO NEWS