دلومړی مکروریانو دمړولمبولو خونه بیارغونې کار بشپړ شو!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۷:۲
Media

د لومړی مکروریانو د مړولمبولو خونه، چې د ډیروکلونو راهیسی غیر فعاله وه، اود لومړی مکروریانونو اوسیدونکي په دې برخه کې ډیرو ستونزو سره مخ وو

یاده خونه د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتي شرکت د مالی اواداری مرستیال اوکفیل ښاغلی انجنیرعبدالله حیدری، تخنیکی اوعملیاتی مرستیال ښاغلي مجاهد انصار، یومیر آمرینو اودمکروریانونو یوشمیر وکیلانو په شتون کې پرانستل شو.

انجنیر عبدالله حیدری په دې مراسمو کې څرګنده کړه چې د مکروریانونو  ساتنې او څارنې امارتي شرکت چمتو دی چې د مکروریانونو د اوسیدونکو لپاره دعصری ، معیاری او مساوی هستوګنې اسانتیاوې برابرې کړی. او د دې لپاره چې مکروریانونه داستوګنې یو له غوره استوګنځایونو څخه وګرځی ، دا شرکت ګڼ پرمختیایی پلانونه لري لکه دڅښاک اوبو نور څاګانو کیندل ، د سړکونو ترمیم ، د تودوخې مرکز سیسټم ترمیم او عصري کول ، او د قلعه زمان خان تصفیه خونې بیا رغول. د دې ټولو پلانونو پلي کول د شرکت  د بنسټیزو موخو څخه دي او دا پلانونه باید سږکال پلی شی ترڅو موږ په مکروریانونو کې د استوګنې معیارونو له پلوه هیڅ کمښت ونه لرو.  هغه د مکروریانونو د محترمو اوسیدونکو همکاري او مشوره ضروري وبلله او د مکروریانونو او اړوندو پروژو له محترمو اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې له شرکت سره همکاری وکړی.

ورپسې ښاغلی میرزا ګل د لومړی مکروریانونو زون مشر ، داوسېدونکو  په استازیتوب  د مکروریانونو  ساتنې او څارنې امارتي شرکت وروستيو فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت وروستي اقدامات د ستاینې وړ دي ، او د لومړي مکروریانونو ټول اوسیدونکي د دې اقداماتو ستاینه کوي. او موږ ټول مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتي شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۹
Background image

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان  په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د شرکت د سوداګرۍ رئیس د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د بیارغونې پروسې څخه لیدنه وکړه!

 دلومړی مکروریانونو ورزشي میدان چې په 7602 متر مربع ځمکه باندې  د خصوصي سکتور د پانګونې په ملتیا یې د رغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت روانې  دي .

د لومړی مکروریانونو فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعه‌کشۍ رسمي غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه!

hacklink panel hacklink al seo paneli iqos manga oku

کابل – ۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د. . .

BACK TO NEWS