دآفرګشایی پروسی!

۱۴۰۵ وری ۲۷

4 دقیقې لوست

دآفرګشایی پروسی!

د درې باب موټرو پارکینګ ، یو باب موټرشویي او د څلورو حلقو د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کیندلو پروژې چې له وړاندې د افغان‌اعلاناتو او د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د برېښنایي ادرسونو له لارې اعلان شوې وې، نن د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت د هیأت، او د امارتي شرکتونو لوي ریاست د هیأت او ګڼ شمېر ګډونوالو په حضور کې آفرګشایي وشوه.

په دې پروګرام کې د یادو شویو پروژو د پلي کولو لپاره د ګډون کوونکو شرکتونو آفرونه پرانیستل او و ارزول شول. د مکروریانونو ساتنې او څارنې امارتی شرکت مسؤلینو ټینګار وکړ چې دغه پروژې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي، د اوسېدونکو د اسانتیاوو د زیاتوالي او د مکروریانونو په ساحو کې د خدماتي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه پیلی شوې دي.

د مسؤلینو په وینا، له تخنیکي او مالي ارزونې وروسته به وړ شرکتونه د پروژو د عملي کولو لپاره وټاکل شي، څو د دغو طرحو د پلي کېدو بهیر په ټاکلي وخت کې پیل شي.


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ